اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي په هيواد كښې د ټينس په شمول د نورو لوبو ودې له د زړه پورې چاپيريال او ټولو ممكنه آسانيو برابرولو عزم لرؤ، په ټ??نس مقابلو كښې بهر هېوادونو څخه د لوبغاړو ګډون سره به د هېواد مثبت تشخص رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د انټرنېشنل ټ??نس فېډرېشن جونیئر لیګ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ رانا مشهود احمد خان د ټ??نس په مېدان كښې د اعصام الحق د خذمات اعتراف كولو سره ووئيل اعصام الحق پاكستان په ګرده نړۍ كښې معارفي كړے٬ ده د پاكستان د حقيقي مثبت تشخص رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ د?? ووئيل 12 هېوادونو سره د تعلق لرونكو لوبغاړو په ايونټ كښې ګډون خوشبينه دے۔ د?? ووئيل په هېواد كښې د لوبو بحالۍ له د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ځوانانو ته موقعې وركولو له اقدامات كوؤ۔ د?? ووئيل د ټ??نس په مېدان كښې چې فېډرېشن كومې هم مرستې ته اړتيا لري ورسره به كولې شي۔ د?? ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروګرام لاندې هېواد كښې د لوبو ودې له صلاحيت لرونكو لوبغاړو ته موقعې وركولې شي٬ په ټې??نټ هنټ سپورټس كښې به ټ??نس هم شامل كړؤ ،21 نومبر څخه د سپورټس لويې ایونټ ’’یونیورسټی اولمپیاډ ‘‘ پېل كېدونكے دے۔ د دې په راتلونكي ايونټ كښې به ټ??نس هم شامل كړے شي۔ د?? ووئيل پاكستان څخه مثبت خبرونه راتلل پېل شوي ، د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے ، د سټاک اېکسچېنج ريكارډ 95 زره پوائنټس ته رسېدلے٬ ګراني كمه شوې او ترسيلات زر زيات شوي ٬ بهرني سرمايه كار يو وارې بيا پاكستان ته راروان شوي۔ د?? ووئيل مونږ له به هره څانګه كښې پرمختګ كول وي۔ د?? زياته كړه چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ په لوري روان دے۔
Nguồn bài viết : MG Trực Tuyến